يرغلګر ځواک او افغان بي ګناه ولس !
انجنير سيد عبدالقادر انجنير سيد عبدالقادر

 

                                       ۱۹ــ ۹ ــ ۲۰۱۲

                     

 

 

لاس پوڅي واکمنان او يو شمير نور هغه افغانان چی تر اوسه پوري  لا هم دخپلو ناروا امريکايي ډالرو دټولولو له پاره داشغالي ځواک پر اصلي مخو او بشري اقتصادي جناياتو باندي سترګي پټوي ، دا نوددوي له پاره نه يوازي دشرم اوخجالت ځاي دي ، بلکه  دسالم تعقل ،  افغانيت ، اوريښتيني  اسلاميت څخه هم  ليري ځاي دي ۰ په داسي حال کي چی ځيني دا واکمنان ځانونه دجهاد ستر ږيرور رهبران او ځیني بيا دامريکايي ډموکراسي ټيکه داران ( تکنوکراتان ) بولي ، خپل هرڅه معنويات او افغان ملي شتمني دامريکايي ډالرو په بدل کي  په ښکاره ډول په آزاد بازارکي  داسي پلوري ، چی سړي فکر کوي چی د دې کسانو عقيده دعقبي دحساب او کتاب ورکولو څخه ظعيفه سوي او غواړي چی يوازي  په دې  نړي کي هر څه تر لاسه  او ژوند مخ ته بوزي  ، ځکه نو  معلوميږي چی  ددې بي ګناه انسانانو پر زوريدلي ژوند او شهادت پر سر باندي په پرديو ډالرونو باندي  خپلي خيټي او بانکونه ډکوي۰چی دا دي  دوي د خپلو کړونو  په پايله کي  دا پتمن وطن په نړي کي دوحشتونو په مرکز باندي  تبديل کړي دي ۰ چی  ددې وحشتونو  ښه نيژدي مثال يي دلغمان دولايت دالينګار په ولسوالي کي   دسيپتمبر د۱۶ مي نيټي دامريکايي يرغلګر هوايي  ځواک دانسانيت څخه ليري هغه وحشي بريد دي ،  چی په پايله کي يي ۱۶ بي ګناه افغان ميرمني په داسي حال کي يي په شهادت ورسيد لي ،  او اوه ميرمني ټپياني سولي ،  چی دوي دخپل غريبي ژوند مخ ته بيولو له پاره په شنه سهار کي دغره په لمن کي په لرګيو ټولولو باندي لګياه وي ، چی نا ببره دژوند او پت ددښمنانو له خواه تر هوايي بريد لاندي راغلي ۰او خپل خوږ ژوند يي دلاسه ورکړ ، او دابد لپاره يي په دې نړي کي  دخپلو ماشومانو او دکورنيو دغړو څخه جلا کړل ۰  او هر ځل چی يرغلګر ځواک داسي جنايت تر سره کوي ، بيا  وايي چی موږ ترورستان له منځه يووړل ، او لاس پوڅي واکمنان تر هغه وخته چپتيا اختياروي تر څو چی د محل دخلګو چيغي او نارې نه وي  پورته سوي ۰ او بيا ورو سته کرزي  ديرغلګر ځواک دمخکنۍ مشوري سره سم دمحل دخلګو د خطا ايستلو له پاره  لاندي اړوند  ارګانونو ته دپيښي  د بررسي امر ورکوي ، او بس ۰ دا ځکه چی په تيرو يوولسو کلونو کي دهيڅ پيښي بررسي پا يله وولس ته نه ده معلومه  سوي ۰ بايد ووايو چی داشغال په پروسه کي هر وخت  دا سي کړني ديرغلګر ځواک او لاس پوڅو واکمنانو دسياست عمده اړخ جوړوي ۰  ځکه نو يرغلګر ځواک په ډير جرائت يوه ورځ  تر بلي  ډير جنايت تر سره کوي ۰ لکه څو مياشتي و ړاندي د لوګر ، او دکندهار په پنجوايي ولسوالي کي چی يي  په لسګونه کوچنيان او ښځي تر بړستني لاندي په خواږه  خوب کي دخپلو ماشينګړو په ګولي باندي په شهادت ورسولي مګر هيڅ څه معلوم نه سول۰  ځکه نو  ريښتيني لاس پوڅي بايد هم داسي وي ۰

نه پوهيږم چی دکومي توجیه له کبله داسي پتمن بي ګناه ( ماشومان ، ميرمني ، زاړه او ځوانان ) ديرغلګر خواک له خواه په شهادت رسيږي او کورونه يي ورانيږي ۰

ــ آيا ګناه يي داده چی په خپل مورني وطن کي بي له دې څخه چی دلاس پوڅو واکمنانو سره هم لاسي سي ،  خپل پتمن  ژوند مخ ته بيايي او دملي شتمني په چورولواو وطن پلورولوکي يي ونډه نه ده اخستي  ؟بلي هو ، داشغالګروله پاره دا لويه ګناه ده ۰   

                                                                                   تمت بالخير

 


 


September 20th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات